الميادين: ټرمپ رسنیو کې ګواښ کوي، خو د مذاکراتو په لټه کې دی

یوه سیمه‌ییزه باخبره سیاسي سرچینه وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په رسنیو کې توند دریځ او ګواښونه څرګندوي، خو په پټه د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مذاکراتو په لټه کې دی.

د سرچینې په وینا، اصفهان کې له وروستیو پېښو وروسته پر ټرمپ کورني فشارونه زیات شوي، څو روانه جګړه پای ته ورسوي.

سرچینه زیاتوي، د هغه پرله‌پسې توندې څرګندونې او له رسنیو لرې پاتې کېدل د همدې وضعیت د پټولو هڅه ده.

همداراز ویل کېږي، ځینو لوریو تهران ته پیغام رسولی چې ټرمپ د وتلو لارې لټوي او له رسنیزو ګواښونو سره هم‌مهاله په پټه د خبرو او امتیاز ورکولو وړاندیزونه هم مطرح کوي.

دکمه بازگشت به بالا