المپیک ریاست د فاریاب د فوټبال وړوکی ستوری «سیزر هاروني» وستایه

د المپیک عمومي ریاست فوټبال کې استعداد لرونکی فاریابي ماشوم «سیزر هاروني» ستایلی.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي چې د دې ادارې رهبرۍ په فوټبال کې د فاریاب له استعداد لرونکي ماشوم «سیزر هاروني» سره چې څو ورځې مخکې یې پر ټولنیزو رسنیو ویډیو لاس‌په‌لاس کېده، لیدلي او هغه یې ستایلی دی.

سرچینې زیاته کړې، د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق، سیزر هاروني ته د ورزش برخه کې د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د المپیک ملي کمېټې لیکلي، سیزر هاروني اوس ۱۰ کلن دی او څلور کاله یې د مسلکي روزونکو تر لارښوونې لاندې مسلکي فوټبال کړی او هیله لري چې یوه ورځ به د هېواد ملي لوبډلې ته لار ومومي او د هېواد په نوم به لوبې کوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b4894a
دکمه بازگشت به بالا