الکساندر دوبرینت: د جرمني پلاوی په اکټوبر کې کابل ته د کډوالو د اخراج د خبرو لپاره ځي

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي په اکټوبر کې یې یو پلاوی د اسلامي امارت له حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره کابل ته ځي. دا لومړی ځل دی چې تېرو څلورو کلونو کې د جرمني حکومتي استازي کابل ته سفر کوي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت، له جرمنۍ ورځپاڼې بیلد ام زونتاګ سره په خبرو کې ویلي
“افغانستان ته د کډوالو استول باید په منظم ډول ترسره شي. له همدې امله اوس موږ په مخامخ ډول په کابل کې خبرې کوو چې په راتلونکي کې مجرم کډوال او د امنیت ګواښوونکي کسان په پرلپسې او جدي توګه وایستل شي.” ښاغلي دوبرینت له دې وړاندې یوې جرمنۍ مجلې ته ویلي وو غواړي د کډوالو په تړاو له اسلامي امارت سره مخامخ خبرې وکړي.
جرمني افغانستان کې پر واګو د اسلامي امارت له بیا ولکې وروسته کابل کې خپل سفارت وتاړه. افغانستان سره د اړیکو لپاره لکه د نورو لوېدیځو هېوادونو قطر کې د اسلامي امارت له استازو سره د جرمن ډيپلوماټانو لیده کاته کېدل.

