امربالمعروف وزارت : په کابل کې د ښځو د بېځایه نیولو ادعاوې بېبنسټه او د حقیقت تحریف دی

د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې د دې وزارت محتسبینو په کابل ښار کې ښځې بې دلیله نیولې او د هغوی حقونه یې تر پښو لاندې کړي.
یاد وزارت زیاتوي، چې د معرضو ادرسونو دغه ادعا بېبنسټه، له واقعیتونو لرې او د عامه ذهنونو د مغشوشولو او واقعیتونو د تحریفولو یوه ناکامه هڅه ده.
امربالمعروف وزارت دغه راز وایي، چې د یاد وزارت د ښځو حقونو ته ژمن دی او په تېرو څلورو کلونو کې په دغه برخه کې ګڼې لاستهراوړنې لري.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5745a