امربالمعروف وزارت ۱۳۹ رواني ناروغان روغتونونو ته لېږدول شوي

د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد، په یوه رسمي خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت په تېره اوونۍ کې ګڼې چارې ترسره کړي دي.
نوموړي ویلي، چې په همدې موده کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۹ جادوګر نیول شوي او د قانون اړوند اقدامات پرې ترسره شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې په رواني ناروغیو کې د اخته کسانو د درملنې لپاره ۱۳۹ تنو ناروغانو روغتونونو ته لېږدول شوي، څو په مناسب طبي چاپېریال کې درملنه ترسره کړي او د ټولنې روغتیايي وضعیت ښه شي.
د ښځو د حقونو په برخه کې وزارت ته ۶۱ قضیې رسېدلي او څېړل شوي، ترڅو د ښځو د حقونو نقض په وخت وڅېړل شي او اړوندې ستونزې حل او فصل شي.
همداراز، د دښمنۍ او شخړو د کمولو په موخه ۲۶ پېښې د وزارت له لوري په قانوني او امنيتي ډول حل او فصل شوې دي، چې د ټولنې د نظم او امنیت په ټینګښت کې مرسته کوي.
مجاهد ټینګار کړی، چې وزارت به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، د ټولنې د نظم، د خلکو د حقونو ساتنې او د ټولنیزو ستونزو په حل کې به فعاله ونډه ولري، ترڅو په هېواد کې د قانون حاکمیت او د خلکو هوساینه تضمین شي.

