امريکا د الوتکې د نسکورېدو پېښه کې درې تنه مړه او يوولس ټپيان شول

نړیوالو رسنیو د امریکا په «کنټاکي» ایالت کې د یوې باروړونکې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د دریو کسانو د وژل‌کېدو او ۱۱ نورو له ټپي‌کېدو خبر ورکړی.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې چې د «UPS» شرکت اړوند دا الوتکه د کنټاکي ایالت له «لوئیویل» هوايي ډګر سره نږدې نسکوره شوې ده.

په راپورونو کې ویل شوي چې الوتکې له نسکورېدو وروسته اور اخیستی او یاد هوایي ډګر د لنډمهال لپاره تړل شوی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6997a
دکمه بازگشت به بالا