امریکايي ارزونه په افغانستان کې د انټيبیوټیکو بېرویه کارونه جدي روغتیايي ګواښ دی
د امریکا ملي طبي لابراتوار په تازه ارزونه کې په افغانستان کې د انټيبیوټیکو د بېرویه کارونې په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې او دا ستونزه یې د جګړې او اقتصادي فشارونو تر څنګ یو لوی، خو تر ډېره نالیدونکی ګواښ بللی دی. راپور ټینګار کوي چې د دغو درملو ناسمه او پراخه کارونه د عامې روغتیا لپاره اوږدمهاله زیانونه لري او که سم مدیریت نه شي، د ناروغیو درملنه به لا پېچلې کړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان هم د انټيبیوټیکو ډېر استعمال د روانې پېړۍ له لسو سترو طبي ګواښونو څخه ګڼلی دی. د یاد لابراتوار موندنې ښيي چې په افغانستان کې د دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو له لوري د انټيبیوټیکو سپارښتنه د نړۍوال معیار پرتله لوړه ده. د کابل د طبي پوهنتون تر چتر لاندې روغتونونو کې له ۸۵ سلنې څخه زیاتو بستر شوو ناروغانو ته انټيبیوټیکونه ورکړل شوي، حال دا چې د ناروغۍ کره تشخیص یې نه و تایید شوی.
راپور زیاتوي چې د کابل په یوه ولسوالۍ کې د روغتیايي مرکز د معلوماتو له مخې، د اوړي په میاشتو کې د انټيبیوټیکو کارونه د ژمي پرتله لوړه وه. تر ټولو ډېر کارېدونکي درمل سیفټراکسیون، میټرونیډازول او اموکسیسیلین یاد شوي دي. په ارزونه کې دا هم راغلي چې انټيبیوټیکونه په هېواد کې له یوې طبي اړتیا ور هاخوا د دود بڼه خپله کړې او ګڼ خلک یې د بدن د «پاکولو» درمل بولي. د راپور له مخې، خپلسري کارونه لا هم عام دي او ان د غاښونو ناروغانو ته هم ورکول کېږي، سره له دې چې په ډېرو مواردو کې ګټه نه لري.
ارزونه څرګندوي چې دا ستونزه د اوږدې جګړې له امله د زیانمنو شوو روغتیايي زیربناوو او کمزوري تشخیصي سیستمونو سره هم تړاو لري. پر انټيبیوټیکو دودیز باور، د درملو نامنظم عرضه او په درملتونونو کې د غیرمسلکي کسانو شتون د بېرویه کارونې بهیر چټک کړی دی. راپور خبرداری ورکوي چې که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، د هېواد د تېرو کلونو طبي پرمختګونه به له جدي شاتګ سره مخ شي.
د امریکا ملي طبي لابراتوار په پایله کې سپارښتنه کوي چې په لویو تدریسي روغتونونو کې د انټيبیوټیکو د کارونې د څار پروګرامونه پیاوړي شي، په ولایتونو کې درملتونونو ته د جواز ورکولو بهیر منظم شي او له نسخې پرته د انټيبیوټیکو پلور منع شي. همداراز، د داسې ګرځنده روغتیايي پلیټفارمونو جوړول اړین بلل شوي چې کلیوال ډاکټران پرې د معیاري درملنې لارښودونو ته لاسرسی ولري او د درملو د کارونې بڼې ثبت او راپور کړي، څو د انټيبیوټیکو د بېرویه استعمال پر وړاندې اغېزمن ګامونه واخیستل شي.

