امریکايي شرکتونه: په برتانیا کې د ۱،۷ میلیارد ډالرو پانګونه اعلان شوه

امریکايي شرکتونو اعلان کړی چې په برتانیا کې به د ۱،۷ میلیارد ډالرو انډول د ۱،۲۵ میلیارد پونډو په ارزښت پانګونه وکړي. دا اعلان برتانیا ته د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ د سفر په درشل کې شوی دی.
برتانیا ته د ټرمپ دوه ورځنی سفر راروانه چارشنبې پیلېږي.
بېلابېلو شرکتونو له هغې ډلې سیټي ګروپ، پې پل، د امریکا بانک او بلک راک په برتانیا کې د نویو پانګونو لپاره د تیاریو خبر ورکړی.
همداراز ویل کېږي چې د ټکنالوژۍ په برخه کې اوپن اې آی او اېن ویډیا غواړي د ټرمپ د سفر پرمهال په برتانیا کې څو میلیارد ډالره پانګونه وکړي.
د برتانیا د سوداګرۍ او پانګونو وزیر پیټر کایل ویلي دي چې د ولسمشر ټرمپ د سفر په درشل کې د امریکايي شرکتونو پانګونې د برتانیا له یو نژدې شریک سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او دوام نښه ده.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a798s