امریکا استیناف محکمې په عامو ځایونو کې د وسلو د ګرځولو بندیز ناقانونه وباله

د امریکا یوې فدرالي استیناف محکمې پرېکړه کړې، چې په کاليفورنيا کې په مېشتو او ګڼ مېشتو سیمو کې د خلکو لهخوا په ښکاره توګه د وسلو ګرځولو بنديز د اساسي قانون خلاف دي.
نيويارک ټايمز د محکمې پرېکړې له مخې ويلي، چې یاد بندیز د امریکا د اساسي قانون له هغو مادو سره ټکر لري، چې د وسلو د ګرځولو حق تضمینوي. د قاضیانو په وینا، ایالتي حکومت نه شي کولی د خلکو دا حق په عمومي او پراخ ډول محدود کړي.
یادې پرېکړې د وسلو د کنټرول پر قوانینو تازه بحثونه راپارولي او تمه ده، چې د کالیفورنیا د وسلو اړوند تګلارو کې مهم بدلونونه رامنځته کړي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې د وسلو د ازادۍ او عامه امنیت ترمنځ پر توازن تل بحث روان دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w3261e

