امریکا افغان کډوال جان‌شاه ساپی د داعش خراسان د ملاتړ په تور نیول شوی

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، چې د یاد هېواد د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې د جان‌شاه ساپي په نوم یو افغان وګړی د داعش خراسان ډلې د ملاتړ په تور نیولی دی. د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، چې یاد کس د جو بایډن د «متحدینو هرکلي» پروګرام له لارې امریکا ته انتقال شوی.

یاد وزارت ویلي، چې د جان‌شاه ساپي په نوم یو افغان یې د ورجینیا ایالت د وینزبورو په ښار کې د داعش خراسان ډلې د ملاتړ په تور نیولی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې جان‌شاه ساپی د ۲۰۲۱کال د سپټمبر په ۸مه نېټه امریکا ته داخل شوی و.

نوموړي د لنډمهاله خوندیتوب حالت (TPS) لپاره غوښتنه کړې وه، خو دا غوښتنه هغه مهال رد شوې وه، چې د امریکا د کورنیو چارو وزارت د لنډمهاله خوندیتوب حالت پروسه لغوه کړه.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرسټي نوم ویلي: «نن زموږ اتل افسرانو یو بل ترهګر جان‌شاه ساپی چې داعش–خراسان ته یې مادي ملاتړ برابرولو، ونیوه. دغه ترهګر د بایډن ادارې د متحدینو د پروګرام له لارې امریکا ته راوستل شوی و. نوموړی د هېواد له پلازمېنې څو میله لرې نیول شوی دی.»

نوموړې زیاته کړې: «د بایډن ادارې د امریکا په تاریخ کې د ملي امنیت تر ټولو بد ناورین رامنځته کړی دی. د بایډن ادارې شاوخوا ۱۹۰ زره افغانان امریکا ته داخل کړي، مخکې له دې چې په سمه توګه تصدیق شي چې دا کسان څوک دي او ولې زموږ خاورې ته راځي.»

د ټرمپ ادارې تر دې وړاندې هم د بایډن ادارې له خوا امریکا ته د افغانانو د لېږد د پروسې په اړه نیوکې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا حکومت تر دې وړاندې د نومبر په ۲۶مه د رحمان‌الله لکڼوال په نوم یو افغان په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر غړو د ډزو په تور نیولی و او د نومبر په ۲۵مه یې په ټکساس کې د محمد داوود الکوزي په نوم بل افغان د ټیک‌ټاک له لارې د بمونو اېښودلو او ځانمرګي برید ګواښ کولو په تور نیولی و.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w450e
دکمه بازگشت به بالا