امریکا او اروپا له اوکراین سره د امنیتي تضمینونو دا هوکړه د سولې مهم ګام دی

په لندن او بروکسل کې د دوو ورځو سختو خبرو اترو وروسته، امریکا او اروپا له اوکراین سره د امنیتي تضمینونو لپاره په یوه چوکاټ کې هوکړه کړې چې له مخې یې له روسیې سره د جګړې پایته رسیدو لپاره لاره هواره شي.

دا هوکړه د بریتانیا، فرانسې، جرمني مشرانو او د ټرمپ ادارې د استازو لخوا وروستۍ شوې چې پکې اوږدمهاله دفاعي ژمنې، پوځي او اقتصادي مرستې شاملې دي.

د رویټرز د راپور له مخې چې د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلینسکي د کیر سټارمر، ایمانویل مکرون او فریدریش مرتس سره تر لیدنې وروسته په تلیګرام لیکلي: “خبرې رغنده وې؛ موږ د امنیتي تضمینونو پر مهمو اصولو هوکړه کړې. دا د عادلانه سولې په لور یو مهم ګام دی.“

زلنسکي د متحده ایالاتو او اروپايي ژمنو څخه خپل رضایت اعلان کړی، خو ټینګار یې کړی چې وروستي جزئیات له روسیې سره په مذاکراتو پورې اړه لري.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، په دې هوکړه کې د اروپايي سوله‌ساتو ځواکونو ځای پرځای کول، د پرمختللو وسلو دوامداره اکمالات او د اوکراین د بیارغونې لپاره مالي تضمینونه شامل دي، خو د ناټو سمدستي غړیتوب پکې شامل نه دی.

سټارمر دا «پوتین ته یو کلک پیغام» بللی او ویلي یې دي: “اوکراین به یوازې نه پریښودل کیږي.” بلخوا مکرون هم د باور وړ او پر نه بدلیدونکي تضمینونو ټینګار کړی دی.

الجزیرې لیکلي چې دې پرمختګ له پوتین سره د ویتکاف په خبرو اترو کې له خنډ وروسته، د اروپا رول روښانه کړی او ټرمپ یې اړ کړی چې ډیر محتاط دریځ غوره کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w1107e
دکمه بازگشت به بالا