امریکا او هند: د اړیکو تودې خبرې او د پیاوړې دوستۍ ټینګار

د امریکا او هند مشرانو، وروسته له یوې مودې د اړیکو په کړکیچناکه حالت کې، بیا د ډیپلوماتیکو خبرو له لارې یو بل ته د ښه راغلاست پیغام ورکړ او د ټینګې دوستۍ یادونه یې وکړه.

د هندي خبري اژانس ANI د هندي رسنیو له قوله راپور ورکړ چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د هند او امریکا د اړیکو د پیاوړتیا په اړه څرګندونې کړي دي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې: «هند او امریکا ځانګړې اړیکه لري. د اندېښنې هېڅ ځای نشته.» هغه ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره ژمن دي.

په ورته مهال، د هند لومړي وزیر نرندرا مودي د ولسمشر ټرمپ دې څرګندونو ته فوري هرکلی وکړ او وویل: «هند او متحده ایالات یوه جامع، نړیواله او ستراتیژیکه مشارکت لري چې مثبت، رغنده او د راتلونکي لپاره هیلمن دی.»

د راپور له مخې، دواړه مشران هڅه کوي چې د تیر وخت کړکېچونه تر شا پرېږدي او د دوو هېوادونو اړیکې د باور او همکارۍ پر بنیاد بیا پیاوړې کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5258a
دکمه بازگشت به بالا