امریکا د ایران چابهار بندر هم بندیزونو کې شامل کړ؛ د هند ستراتیژیکې ګټې له ګواښ سره مخ شوې

ایران د اټومي انرژۍ او ورسره تړلو تړونونو په اړه د امریکا له بېلابېلو اقتصادي او تجارتي بندیزونو سره مخ دی، خو د امریکايي ګټو د خوندي کولو په موخه چابهار بندر له دغو بندیزونو معاف پاتې شوی و.

خو اوس امریکا چابهار بندر هم د ایران پر بندیزونو کې شامل کړی دی چې له امله یې د هند ګټې له خطر سره مخ شوې دي.

هند دغه بندر جوړوي او د یو تړون له مخې د بندر د چلولو مسؤلیت هم ایران هند ته سپارلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي د سپتمبر له ۲۹مې وروسته به د دې بندر د چلولو پر مسوولانو هم بندیزونه ولګول شي.

یو لور ته کارپوهان د امریکا دغه ناڅاپي پرېکړه د هند لپاره “یوه ستراتیژیکه ضربه” بولي، بل لور ته د هند د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو د اعلان په غبرګون کې ویلي چې دوی د دې پرېکړې احتمالي پایلو ارزونه کوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5778a
دکمه بازگشت به بالا