امریکا د حکومت اوږده رخصتي د هوايي خدمتونو جدي ګډوډي رامنځته کړې ده

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت اوږده تعطیلي د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده رخصتي بلل شوې، چې له امله یې د هوايي ټرانسپورت خدمتونه له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

د «CBS News» د راپور له مخې، د امریکا فدرالي ادارې د هوايي چلند (FAA) د کارکوونکو د رخصتۍ له امله یوازې په وروستیو دوو ورځو کې شاوخوا زر پروازونه لغوه شوي دي.

يادې ادارې د جمعې او شنبې په ورځ د هوايي ترافیک د کمېدو امر ورکړی، چې ورسره د پروازونو شمېر په سلو کې لس ته راټیټ شوي دي.

د امریکا د ټرانسپورت وزیر شان ډافي او د فدرالي هوايي ادارې رئیس براین بیدفورد ویلي، د دوامدارې حکومتي رخصتۍ له امله اړ دي د پروازونو شمېر کم کړي، چې دې وضعیت تر اوسه نږدې ۴۰ هوايي ډګرونه اغېزمن کړي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/A1324S
دکمه بازگشت به بالا