امریکا د سنا جرګې له تصویب سره حکومتي بندیز پای ته ورسېد

د امریکا سنا جرګې هغه طرحه تصویب کړې، چې له مخې به د دغه هېواد تر ټولو اوږد حکومتي بندیز یا «شټ‌ډاون» پای ته ورسېږي.

د «رویټرز» د راپور له مخې، یاده طرحه د ۶۰ منفي او ۴۰ مثبتو رایو په اکثریت سره تصویب شوې، چې پرې د جمهوري غوښتونکو ډېری غړو او اته ډیموکراتانو هوکړه کړې ده.

د دغې طرحې له تصویب وروسته تمه کېږي، چې د فدرالي ادارو فعالیتونه بېرته عادي شي او د امریکا د وګړو اقتصادي ستونزې تر یوې کچې راکمې شي.

راپور زیاتوي، چې دا بندیز د څو اوونیو لپاره دوام درلود، او له امله یې د میلیونونو وګړو د خوړو مرستې ګډې وډې شوې، سلګونه زره دولتي کارکوونکي له معاشونو بې‌برخې پاتې شول، او د هوايي تګ راتګ بهیر له جدي ګډوډیو سره مخ شو.

اقتصادي شنونکي وايي، د حکومتي چارو بیا پیل د امریکا د مالي ثبات او د خلکو د باور د بېرته راګرځېدو لپاره یو مهم ګام دی، خو ټینګار کوي، چې د اوږدمهاله ثبات لپاره باید سیاسي اختلافات بنسټیز حل ومومي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1350s
دکمه بازگشت به بالا