امریکا: د سیلانیانو بس د نیاګرا په لاره واوښت، پنځه کسان ووژل شول

د امریکا نیویارک ایالت پولیس وايي، د سیلانیانو سپرلۍ یو بس ګاډی له ترافیکي پېښې سره مخامخ شوی، چې له کبله یې پنځه کسان وژل شوي دي.
پولیس وايي، په دې ګاډي کې د ۵۲ سیلانیانو یوې ډلې سفر کاوه، چې هندیان، چینایان او فلیپاینیان په کې شامل دي. د پولیسو په خبره پېښه بفلو ښار ته نژدې هغه مهال رامنځته شوه، چې سلانیان د امریکا او کاناډا پر پوله له نیاګرا ابشاره ستنېدل او بس ګاډی د چلوونکي له کنټروله بهر شو.
رپوټونو کې ویل شوي، د پېښې په ترڅ کې یو شمېر کسان د بس له کړکیو بهر وغورځېدل او ځینې نور بیا په ګاډي کې دننه ایسار پاتې شول.
له پېښې وروسته ټپیان ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي او مرستندویانو د وینې بسپنې غوښتنه کړې. ځايي پولیس وايي، د پېښې لاملونو په هکله یې تحقیقات پيل کړي دي.
د پېښې په ځايي کې یوه عیني شاهد رسنیو ته ویلي، بس ګاډی یې په داسې حال ولید، چې نسکور پروت و او د سپرلیو اړوند توکي پر سړک یوه بل لور ته خپاره وو.