امریکا د غزې اوربند روان دی، ونس حماس ته د لهمنځه وړو ګواښ وکړ

د امریکا مرستيال ولسمشر جې ډي ونس د اسرائیلو د سفر پر مهال ويلي، د غزې اوربند تړون پلي کېدل “تر تمې ښه روان دي” او په وينا یې دا اوربند کولی شوی دوام وکړي.
ونس همدا ډول ګوتڅنډنه کړې چې که “حماس همکاري و نه کړي، له منځه به يوړل شي.” خو دا یې نه دي ويلي چې د دې فلسطينۍ ډلې د وسلو اېښودلو وروستۍ نېټه به کله وي. دا امریکا د پلان يوه برخه ده چې لا پرې هوکړه نه دی شوې.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د روانې مياشتې په پيل کې د اوربند تړون منځګړيتوب کړی، ويلي، که “حماس بد چلند ته دوام ورکړی” د منځني ختيځ “ستر متحدين” به چمتو وي چې “په زور غزې ته ننوځي او حماس برابر کړي.”
ونس وروسته له هغه اسرائیلو ته سفر کړی چې د يکشنبې په ورځ په غزه کې د تاوتریخوالي خبرونه ورکړل شول او دا ۱۲ ورځنی اوربند یې له ګواښ سره مخامخ کړ.
اسرائیلو ويلي، د حماس په يوه بريد کې یې دوه سرتېري وژل شوي او له دې وروسته د اسرائیلو په هوايي بريدونه کې د سلګونو فلسطینيانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

