امریکا: د فدرالي حکومت د ځنډ شپږ ورځې پوره شوې، د هوکړې څرک نهلګېږي

په امریکا کې د فدرالي حکومت د چارو د ځنډ له شپږو ورځو تېرېدو سره، لا هم د جمهوريپالو او ډېموکراټانو ترمنځ د هوکړې څرک نهلګېږي. دواړه لوري د حکومت د بېرته فعالېدو پر سر یوې ګډې پرېکړې ته نهدي رسېدلي.
رويټرز د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حواله ویلي، چې د حکومتي چارو د خنډ او ځنډ اصلي لامل ډېموکراټ ګوند دی او دغه راز د روان اقتصادي او سياسي فشار له کبله سپينه ماڼي له سختو ننګونو سره مخ ده.
ويل کېږي، په دغه روان کړکېچ کې د امريکا اقتصاد له نامعلوم برخلیک سره مخ کړی، د انفلاسیون کچه لوړه شوې، د کارموندنې بهیر ورو شوی، او د دوه ټرېلیونه ډالرو بودیجوي کسر لا پسې زیات شوی دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6275a
