امریکا: د ناعادلانه نیونو ملاتړي هېوادونه به په تور لیست کې شامل شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ داسې اجرایوي فرمان لاسلیک کړی چې بهرنیو چارو وزارت ته اجازه ورکوي، هغه هېوادونه چې د امریکا په وینا، په ناعادلانه توګه د دغه هېواد وګړي نیسي، په تور لیست کې شامل کړي او سخت بندیزونه پرې ولګوي.

ویل شوي چې چین، ایران او افغانستان احتمالاً په دغه لیست کې شامل دي.

ولسمشر ټرمپ په خپل نوي فرمان کې ویلي چې له دې وروسته امریکا د «د ناعادلانه نیونو ملاتړي هېوادونه» د «ترهګرۍ د ملاتړ هېوادونو» په څېر تور لیست ته اچوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ویلي، هرڅوک چې امریکايي وګړي د معاملې لپاره د وسیلې په توګه وکاروي بیه به یې پرې کړي.

د ولسمشر ټرمپ یوه سلاکار، سباسټین ګورکا خبریالانو ته وویل، دغه فرمان “سره کرښه” ده چې پیغام یې دا دی چې د امریکا وګړي به د یرغمل یا د معاملې د وسیلې په توګه نه کارېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a761s
دکمه بازگشت به بالا