امریکا ۴۳ کاله په ناحقه بندي، اوس له شړل کېدو سره مخ دی

خبرگزاری سریع؛ په امریکا کې يو کس د يوه داسې قتل په تور چې ده نه وکړی، له ۴۳ کاله بند وروسته خوشی شو خو ستونزې یې لا هم دلته پای نه دی موندلی.
سوبرمنيم وېډم يا “سوبو” د خپلې کوټې د ملګري د وژنې په تور نيول شوی و، د نويو شواهدو له مخې وپتېيل شوه چې دی بې ګناه دی.
خو مخکې له دې چې له خپلې کورنۍ سره يو ځای شي، د امریکا د کډوالۍ ادارې د ځواکونو له خوا ونيول شو او غواړي هند ته یې واستوي. هغه هېواد چې ده له ماشومتوب پرته هېڅ نه دی ليدلی.
د سبرمنیم وکيلان اوس د ده د شړلو د پرېکړې پر وړاندې قانوني مبارزه کوي او کورنۍ یې هوډ لري چې خوشی یې کړي.
د نوموړي خور سرسوتي ويدام رسنيو ته ويلي، “کورنۍ یې اوس له يوه نوي او ډېر مختلف وضعيت سره مخامخ ده.”