انتونیو ګوتریش په سوډان کې د سوله ساتو پر سرتېرو برید جنګي جنایت دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په سوډان کې پر سوله ساتو ځواکونو شوی ډرون برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په دې برید کې د سوله ساتو ځواکونو شپږ سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. یاد سرتېري د بنګله‌دېش تابعیت لري او د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې یې د ماموریت چارې پر مخ وړې.

انتونیو ګوتریش د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، پر سوله ساتو ځواکونو برید د منلو وړ نه دی او دا ډول کړنې د جګړې له قوانینو سره په ښکاره ټکر کې دي. هغه ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو پر ځواکونو هر ډول برید جنګي جنایت ګڼل کېږي او عاملان یې باید حساب ورکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د بنګله‌دېش له حکومت او خلکو سره د خواخوږۍ او تسلیت مراتب هم څرګند کړي او د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره یې ژوره همدردي ښودلې ده. هغه زیاته کړې چې ملګري ملتونه به په سوډان کې د خپلو سوله ساتو ځواکونو د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه واخلي او د ماموریت د امنیت د ټینګښت هڅې به لا پراخې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې سوډان له اوږدې مودې راهیسې د امنیتي بې‌ثباتۍ او وسله‌والو نښتو شاهد دی او پر نړیوالو ماموریتونو بریدونه د سیمې د وضعیت د لا پېچلي کېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w944e
دکمه بازگشت به بالا