انقره: اردوغان د غزې د خلکو ملاتړ او د بیت‌المقدس د دفاع پر دوام ټینګار وکړ

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان یو وار بیا له غزې څخه د ملاتړ څرګندونې کړې او هلته یې د امنیت ټینګښت د اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې مسوولیت بللی دی.

اردوغان په انقره کې یوې غونډې ته ویلي چې ترکیه به د لومړۍ قبلې (بیت‌ المقدس) دفاع ته دوام ورکړي او له غزې څخه د ملاتړ په برخه کې د دوی دریځ ثابت دی.

د ترکیې ولسمشر همداراز ټینګار کړی چې دوی له پیله تر اوسه د غزې له خلکو ملاتړ کړی او د دوی غږ تر ټولو اغېزمن ثابت شوی دی.

دکمه بازگشت به بالا