انګلستان پر اوو روسي چارواکو تازه بندیزونه ولګول شول

انګلستان ویلي چې حکومت یې پر اوه روسي چارواکو او ځینو ادارو تازه بندیزونه لګولي چې پکې انګلستان ته د ورتګ ممنوعیت هم شامل دی. د نړیوالو رسنیو راپورونه ښيي چې په دغو بندیزونو کې د یادو روسي چارواکو پانګه کنګل کول او پر انګلستان د ورتګ بندیز شامل دی.
تر اوسه روسیې پر دې تازه بندیزونو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو یاد هېواد مخکې هم د انګلستان ورته بندیزونو سره مخ شوی دی. دغه بندیزونه داسې مهال لګول کېږي چې امریکا د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د مسکو په خوښه ځینې طرحې وړاندې کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې اروپا د اوکراین جګړې په اړه د نظریاتو د اختلاف سره مخ ده او ځینې هېوادونه یې د یو بل څخه د جلا کېدو په حال کې دي.
په مقابل کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ټرمپ وروستۍ طرحه تایید کړې او هرکلی یې ترې کړی، خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي بیا پر خپل هېواد د دفاع ټینګار کړی دی.

