انګور له ځمکې تر بازارونو: افغان بڼوال ممیزو ته مخه کوي د سوداګرۍ د ستونزو په منځ کې

افغانستان په ډېرو هغو سیمو کې چې انګور کېږي، بڼوال دې موسم کې د ممیزو چاره پیلوي.
کندهار په افغانستان کې له هغو ولایتونو دی چې په لویه کچه د انګورو حاصل لري. که څه هم ډېر بڼوال غواړي تازه انګور یې وپلورل شي خو د سړو خونو نشتوالي او بازارموندنه کې د ستونزو له امله اړ کېږي ممیز ترې تولید کړي څه چې خواري او سخت کار غواړي.
په تېرو څو کلونو کې پرلپسې پر ډیورنډ کرښه د ترینګلتیا له امله د بڼوالو حاصل هند او پاکستان کې بازارونو ته نه دی رسېدلی او پر لارو یې د انګورو او نورو تازه مېوو بارونه وراسته شوي.
اوس افغان بڼوال په دې هیله، د تازه انګورو پلور پر ځای ممیزو ته لومړیتوب ورکوي چې ګوندې د منځنۍ اسیا بازارونو ته به یې تولید ورسېږي.
دې وروستیو کې افغان سوداګرو د منځنۍ اسیا هېوادونو سره راشه درشه پراخه کړې ده.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4943a