اوبو او انرژۍ وزارت له قرغیزستان سره د انرژۍ همکاري او کاسا-۱۰۰۰ پرمختګ

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د انرژۍ معین په مشرۍ یوه پلاوي د قرغېزستان د انرژۍ وزارت له مرستیال سره رسمي کتنه کړې او پر بېلابېلو مهمو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې افغانستان د سیمه‌ییزو انرژۍ پروژو لپاره یو مهم نښلونکی هېواد بلل شوی او د برېښنا سکټور کې د پانګونې شته فرصتونه په تفصیل تشریح شوي دي. همداراز د کاسا–۱۰۰۰ پروژې د روان وضعیت او پرمختګ په اړه معلومات شریک شوي دي.
دواړو لوریو د برېښنا د لېږد او وېش شبکې عصري کېدو، د برېښنا تولید د زیاتوالي، تخنیکي ضایعاتو د کمولو او د ګډو تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.
په پای کې، دواړو خواوو د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ دوام، د تجربو تبادله او د ګډو سیمه‌ییزو پروژو د عملي کېدو لپاره د اړیکو پراخولو هوکړه کړې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2065e
دکمه بازگشت به بالا