اوزبیک پانګوال افغانستان کې د درملو تولید ته چمتو دي

د اوزبیکستان د درملو ادارې مسوول عبدالله عزیزوف ویلي، د دغه هېواد سوداګر او پانګوال چمتو دي افغانستان کې د درملو تولید برخه کې پانګونه وکړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت په وینا، عزیزوف دا څرګندونې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنه کې کړې دي.
هغه زیاته کړې، اوزبیکستان غواړي افغانستان ته باکیفیته درمل صادر کړي او د خلکو باور ترلاسه کړي، څو تولید شوي درمل په هماغه معیار وړاندې شي چې په خپل هېواد کې کارېږي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا هم د درملو تولید او روغتیايي تجهیزاتو برخه کې پراخو پانګونو ته اړتیا لري.

