اوچا ختیځو زلزلهځپلو ته مرستې روانې دي، لا هم ۷۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا شته

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د نومبر تر ۱۶مې نېټې یې د کونړ، لغمان او نورستان په ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له ۳۲۴ زره اغېزمنو کسانو سره مرستې کړې دي.
اوچا په خپل تازه راپور کې لیکلي چې په ختیځو ولایتونو کې وروستۍ زلزلې ټولټال ۴۹۹ زره کسان اغېزمن کړي وو چې له دې ډلې شاوخوا ۲۲۱ زره کسان په بېړنۍ توګه مرستو ته اړتیا لري.
په راپور کې زیاته شوې چې د دغو خلکو د ملاتړ لپاره نږدې ۱۱۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، خو تر دې دمه اوچا یوازې ۳۸ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.
دا په داسې مهال ده چې د ژمي د سړې هوا سره سم د ځايي اوسېدونکو بشري وضعيت لا هم جدي دی او د اغېزمنو کسانو د بشپړې مرستې لپاره د نړيوالو شريکانو دايمي ملاتړ اړين دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/h141h

