اوږدمهاله همکاري د اوزبیکستان کرنیز پلاوی کابل ته راغلی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د اوزبیکستان د کرنې وزارت د مرستيال په مشرۍ يو پلاوی کابل ته راغلی دی.
ياد وزارت وايي، د دغه اوزبیکستاني پلاوي د سفر موخه د تخنیکي همکارۍ فرصتونو ارزونه، د کرنیزې راکړې ورکړې زیاتوالی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعاملاتو پیاوړتیا بلل شوې ده.
د سرچينې په وينا، ياد پلاوی به د کرنې وزارت له مسوولينو او د خصوصي سکتور له استازو سره په کرنه او مالدارۍ کې د همکارۍ د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو پروژو د فرصتونو په اړه خبرې وکړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w282e

