اوکراین د روسیې د توغندیز برید له امله په اوډېسا کې ۷ کسان وژل شوي

اورکایني چارواکي وایي، روسي ځواکونو د اوکراین په جنوبي اوډېسا ولایت کې د بندر پر جوړښتونو د بالیسټیک توغندیو برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د دغه سیمې والي اولې کیپر په وینا، ددغه برید له امله په یو شمېر بار موټرو کې اور هم لګېدلی دی.
د بیړنیو خدمتونو کارکوونکي په سیمه کې د اور مړ کولو او ژغورنې عملیات کوي، خو د نورو بریدونو دوامداره سیګنالونو عملیات ستونزمن کړي دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w2093e

