اوکراین: د روسیې هوايي بریدونه، زرګونه کورونه له برېښنا خلاص شول

اوکرایني چارواکي وايي، د روسیې پوځ یوځل بیا د دې هېواد پر بېلابېلو سیمو هوايي حملې کړې دي
د اوکراین د زاپوریژیا سیمې د استوګنې یو کور چې د اکتوبر په ۱۸مه د روسیې په برید کې ویجاړ شو.

اوکرایني چارواکي وايي چې روسیې تېر ماښام د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو څو حملې وکړې.

د آزادۍ راډیو د راپور له مخې اوکرایني چارواکو ویلي چې خارکییف، سومي او زاپوریژیا هغه سیمې دي چې د روسیې جنګي الوتکو یې ښارونه له لیرې لارې د اداره کېدونکو بمونو په وسیله په نښه کړي دي.

د اوکراین د بېړنیو خدماتو ادارې اعلان کړی چې د خارکییف سیمې د لوزووا ښار د استوګنې پر یوه سیمه د برید پرمهال څلور تنه ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې د روسیې بې پیلوټه الوتکې په چرنیهو او دنیپروپیتروفسک ښارونو کې هم لیدل شوې دي. د دې حملو د تلفاتو په اړه جزییات نه شته خو د انرژۍ د یوه سیمه ایز شرکت د چارواکو په وینا په چیرنیهو کې د دوی د انرژۍ د تاسیساتو یوه برخه په نښه شوې ده.

د دې پېښې په نتیجه کې د اوکراین د شمال د شاوخوا ۱۷ زره اوسېدونکو لپاره د بریښنا جریان پرې شوی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1003s
دکمه بازگشت به بالا