اوکراین متحدین د ۲۰۲۵ لپاره د وسلو تولید ته میلیاردونه ډالر ځانګړي کړي

د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف وایي، متحدینو یې په ۲۰۲۵ کال کې د اوکراین د وسلو د تولید لپاره نږدې ۵ میلیارډ ډالر مالي ملاتړ برابر کړی او غواړي دا بهیر تر ۲۰۲۶ پورې هم روان وساتي.
نوموړي د اوکراین د دفاعي اړیکو د تماس ډلې له انلاین غونډې وروسته ويلي، شریکانو همدارنګه په متحده ايالتونو کې د اوکراین لپاره د همدې کچې په لګښت وسلې پېرلي دي.
عمروف زیاته کړې چې جرمني پلان لري راتلونکی کال شاوخوا ۱۱.۵ میلیارده یورو پوځي مرسته برابره کړي، او برېتانیا سږ کال د اوکراین د هوايي مدافعې لپاره له بېلابېلو سرچینو ۶۰۰ میلیونه پونډه راټول کړي دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په واشنګټن کې د جګړې د پای ته رسولو هڅې ګړندۍ شوې دي؛ د دواړو لورو مرکچي پلاوو روانه اوونۍ په برلین کې د خبرو څو پړاوونه ترسره کړل، او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د یوې هوکړې امکان تر بل هر وخت نږدې ښکاري.

