اوکراین: نوي دفاع وزیر د ۲۰۲۵ لپاره د ۱۲۰ میلیارده ډالرو اړتیا اعلان کړه

د اوکراین نوي ټاکل شوي دفاع وزیر ډینېس شیمال خبر ورکړی، چې دغه هېواد په ۲۰۲۵ کال کې د دفاعي چارو د تمویل لپاره شاوخوا ۱۲۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.
نوموړي د اړتیا د څرنګوالي او لګښتونو د وېش په اړه نور جزییات نه دي وړاندې کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه لاهم روانه ده او د سولې د ټینګښت لپاره د هڅو سره-سره، د شخړې د پای ته رسېدو په اړه کومه څرګنده لاسته راوړنه نه ده لیدل شوې.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5535a
دکمه بازگشت به بالا