ايران وايي د اسرائیلو د کواښونو پر وړاندې هر ډول عملياتو ته چمتو دي

تهران ته د اسرائیلي رژیم د دفاع وزیر له خبرداري وروسته د ایران د پوځ قوماندان «امیر حاتمي» وايي چې حکومت یې د هر ډول ګواښ پر وړاندې د توغندیزو بریدونو وړتیا لري او عملیاتو ته چمتو دي.
ایراني رسنیو د امیر حاتمي له قوله راپور ورکړی چې د اسرائیلي رژیم ګواښونه به عادي نه ګڼل کېږي، او خاورې ته یې ګواښونه شته.
بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ هم څو ځلې د ایران پر اټومي تاسیساتو د بیاځلي برید خبرداری ورکړی، خو ایراني چارواکو ځوابي بریدونو ته بشپړ چمتووالی اعلان کړی دی.
لینک کوتاه: