ایا روسیه او چین د ټرمپ د ګرینلنډ د هڅو ګټه پورته کوي؟

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، امریکا بايد د ډنمارک نيمه خپلواکه سيمه ګرينلنډ له دې کبله ترلاسه کړي ځکه چې چين او روسيه یې د لاندې کولو هڅې کوي.
ډونلډ ټرمپ د روانې مياشتې په پيل کې خبريالانو ته وويل، “موږ بايد د ګرينلنډ دفاع وکړو. که موږ دا کار ونکړو، چين یا روسیه به یې وکړي”. نوموړي زياته کړه، “زه نه غواړم هغوی په ګرينلنډ کې زموږ ګاونډيان شي. داسې باید ونشي”.
بېلابېل څارونکي باور لري چې د ټرمپ د ګرينلنډ خپلولو هيلې او د دې موخې لپاره د زور او تعرفو ګواښونه ښايي د ولادمير پوتين او شي جين پېنګ له خوا له هرکلي سره مخامخ شي.
د اروپايي پاليسۍ په مرکز کې شنونکي ماريا مارتيسيوټه وايي، “زه فکر کوم د روسيې او چين هېڅ باور نه کېږي چې دومره نېکمرغه شوي دي”.
نوموړې وایي، “دا د دوی په ګټه ده چې اروپايان او همدارنګه ناټو د يوه ايتلاف په توګه وېشل شوي او د خپل تر ټولو ځواکمن متحد له خوا ګواښل کېږي. (…) دا کار په ډېره اندازه د روسیې او چين په ګټه تمامېږي، ځکه چې دا ښايي هغه څه ته مشروعيت ورکړي چې روسيه یې په اوکرايين کوي او هغه هيلې چې چین یې د تايوان په اړه لري.”
د اروپا د بهرني سياست مشرې کايا کلاس پر اېکس ليکلي چې چين او روسيه ښايي له دې ډېر خوشحاله وي. “دوی د متحدينو تر منځ له وېش څخه ګټه اخلي”.

