ایبک ـ مزار لویه لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانېستل شوه

د سمنګان امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې د ایبک ـ مزار لویه لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانېستل شوې ده.
د یادې قوماندانۍ د رسنیو دفتر ویلي، دغه لار د تاشقرغان تنګي سیمه کې د تېرې شپې سېلاب له امله تړل شوې وه، خو اوس د تګ راتګ لپاره چمتو شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ټولګټو وزارت تېره شپه د سختې واورې، توپان او د لارې د نه معلومېدو له امله د سالنګ لویه لار هم تړلې اعلان کړې وه.

