ایتوپیا: د کلیسا د چت د نړېدو له امله ۲۵ کسان مړه شول، ماشومان هم پکې شامل دي

پرون د ایتوپیا په شمال کې د کلیسا ودانۍ د نړېدو له امله ۲۵ کسان مړه او له لسو ډېر نور ټپيان شوي دي.

د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې چې دا پېښه پرون (چهارشنبې) په «امهارا» سیمه کې شوې او د «منجار شنکورا آررتی ماریام» کلیسا چت په ناڅاپي توګه نړېدلی دی.

ویل کېږي چې په مړوشویو کې ماشومان هم شامل دي.

د ویلو ده چې څه موده مخکې په امریکا کې هم یوه کلیسا په بشپړه توګه سوځول شوې وه او لسګونه کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6169a
دکمه بازگشت به بالا