ایراني استازی د افغان کارګرو اېستل به د ایران اقتصاد زیانمن کړي

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسي جرګې د ټولنیزو چارو د کمېسیون غړی احمد نادري وايي، د ایران اقتصاد په اوسنیو شرایطو کې د افغان کارګرو له شتون سره تړلی دی او د هغوی ناڅاپي اېستل عملي او منطقي کار نه دی.

نوموړي د افغان کډوالو د قانوني کولو او منظم مدیریت غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: «سمه لاره دا ده چې د بهرنیو کارګرو حضور باید په تدریجي، قانوني او منظم ډول اداره شي، څو هم د هېواد اقتصادي ګټې خوندي پاتې شي او هم د دغو کسانو انساني کرامت او حقونه درناوی ومومي.»

د ده دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د ایران حکومت په وروستیو میاشتو کې د دې هېواد له بېلابېلو سیمو څخه ګڼ افغان کډوال نیولي او جبري یې افغانستان ته ستانه کړي.

ډېری اېستل شوي کسان هغه مزدوران دي، چې د ایران امنیتي ځواکونو له چاپو وروسته نیولي دي.

په همدې تړاو، یو شمېر ایراني کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د افغان کارګرو د اېستلو لړۍ به د کاري ځواک کموالی رامنځته کړي، په ځانګړي ډول په ساختماني او صنعتي برخو کې.

د دغو اندېښنو له زیاتېدو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د چارو عمومي رییس محمدرضا بهرامي د تلې میاشتې په اوږدو کې اعلان وکړ چې د افغان کارګرو لپاره به ۲۰۰زره ویزې ځانګړې شي.

ده وویل، د تهران او افغان حکومت ترمنځ د هغو افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې روانې دي چې قانوني اسناد نه لري.

له بلې خوا، د ایران د کار وزارت مرستیال سید مالک حسيني ویلي، چې له تلې میاشتې راهیسې د افغان کارګرو له‌خوا ۱۷۰۰د ویزې غوښتنې ثبت شوي او تر اوسه ۱۷۰ویزې ورکړل شوي دي.

خو نوموړي ټینګار کړی، چې افغان کارګر د هر ډول کاروبار د ترسره کولو اجازه نه لري، او د هغوی د تګ راتګ لپاره په ځینو ښارونو کې بشپړ بندیز لګول شوی دی.

احمد نادري زیاته کړې، افغان کډوال له اوږدې مودې راهیسې د ایران د کار ځواک مهمه برخه جوړوي او د ده په وینا، «په ځینو برخو کې، لکه صنعت او ودانیز سکتور، د افغان کارګرو ونډه خورا لوړه ده.»

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6919a
دکمه بازگشت به بالا