ایراني چارواکو د خلق مجاهد ګوند دری غړي د عامه نظم د کډوډولو په تور نيولي دي

ایراني چارواکي وايي، د اپوزیسیون درې غړي يې د عامه نظم د ګډوډولو د هڅو په تور نیولي دي.
د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، دغه کسان د ایران د مجاهد خلق “یاغي” حزب سره اړیکې لري چې د سپاه پاسدارانو له خوا د تهران په جنوب شرق کې نیول شوي دي.
د ایران حکومت پر دغې یاغي حزب بندیز لګولی دی.
فرانسپرس خبري اژانس لیکي، له نیول شویو کسانو څیړنې پیل شوي.
د ایران مجاهد خلق حزب په ۱۹۶۰کال کې د وخت له پاچا سره د مخالف په موخه د لویدیز په ملاتړ تاسیس شو.
دغه حزب په ۱۹۷۹کال کې د عراق له ولسمشر صدام حسین څخه په ملاتړ تورنه او پر فغالیتونو يې بندیز ولګول شو.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a335s