ایراني چارواکی کابل ته د روغتیايي همکاریو د پراخولو په موخه سفر شوی

د ایران د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو او درملو ادارې مشر مهدي پیرصالحي کابل ته رسېدلی، ترڅو د افغانستان عامې روغتیا وزارت له مسئولینو سره د روغتیايي او درملیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي. د ده سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا سکتور په ټینګولو، تجربو په شریکولو او د درملو په عرضه کې د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره مهم بلل شوی.

په کابل کې د ایران سفارت څرګنده کړې چې پیرصالحي به د سفر پر مهال د «سلامت ۱۴۰۴» نندارتون کې هم ګډون وکړي. دغه نندارتون د طبي تجهیزاتو، درملو، روغتیايي نوښتونو او پرمختللو خدماتو د معرفي کولو لپاره جوړ شوی او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا یو مهم فرصت ګڼل کېږي.

د چارواکو په باور، د پیرصالحي دا سفر کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي اړیکو په پیاوړتیا او د افغان ناروغانو لپاره د درملو او طبي خدماتو د همغږې وړاندې کولو په برخه کې رغنده اغېز ولري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w433e
دکمه بازگشت به بالا