ایرانی چارواکی افغان ناروغانو لپاره باید د روغتیایي ویزو اسانتیاوې برابرې شي

د بېرجند د سوداګرۍ خونې مشر عليرضا خامهزر، د افغان ناروغانو لپاره د ویزو د ورکړې پروسې د چټکتیا او اسانتیا غوښتنه وکړه. نوموړي د بېرجند د ګرځندوی او سوداګرۍ کمېسیون په غونډه کې افغانستان د روغتیایي او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یو ښه «فرصت» وباله.
هغه په یاده ناسته کې «پر دوامداره پراختیایي فرصتونو د سیمهییزو ګواښونو» بدلولو لپاره د همغږۍ پلان جوړونې او زېربناوو بشپړولو پر اړتیا ټینګار وکړ. خامهزر ویلي:« افغانستان باید د ایران لپاره یو ښه فرصت وي، نه ګواښ. موږ باید دغه ګواښونه په فرصتونو بدل کړو.»
هغه د یوه منظم پلان جوړونې، د ویزې په صادرولو کې د اسانتیا او د مخابراتي زېربناوو بشپړولو غوښتنه وکړه؛ ترڅو «سیمهییز ګواښونه په دوامداره پراختیایي فرصتونو بدل کړي.» د هغه په وینا:« په افغانستان کې د ایراني موسسو، درمل جوړونکو شرکتونو او سرې میاشتې سره همکاري کولای شي، منسجم شوي روغتیایي خدمتونه او بشري مرستې چمتو کړي.»
هغه ویلي، په مشهد کې افغان ناروغانو ته د روغتون او درملنې اسانتیا برابرول به د روغتیایي خدمتونو د لوړېدو سربېره، د دغه ښار په اقتصادي برخه کې هم اغېزمن رول ولوبوي. هغه ویلي، د ناروغانو ورتګ به په کال کې د دغه هېواد لپاره تر ۶ مېلیارد یورو پورې عواید راټول کړي.

