ایران اېستل شوو افغان زده‌کوونکو ته انلاین زده‌کړې برابروو

د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، دوی چمتو دي چې د افغانستان دننه هغو افغان زده‌کوونکو ته د زده‌کړو انلاین اسانتیاوې برابرې کړي چې له دغه هېواده اېستل شوي دي. ایراني چارواکي وایي، دغه وړاندیز د یوې نړۍوالې ادارې د مسوول له لوري تود هرکلي سره هم مخ شوی.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو څانګې مشر نادر یاراحمدي څرګنده کړه، دا مهال په یاد هېواد کې د قانوني مېشتو افغانانو شمېر له شپږ مېلیونه او ۱۰۰زرو څخه زیات دی چې یوازې نږدې ۳۳زره کسان په نړۍوالو پنډغالو کې ژوند کوي او نور ټول په ښارونو کې مېشت دي.

هغه زیاته کړه، تېر کال د ایران مېشتو افغانانو له ټولې ټولنې څخه ۱۲سلنه زده‌کوونکي وو چې د ایران د ټول ښوونیز نفوس نږدې ۱۶ سلنه جوړوي. د هغه په وینا؛ د نوو ښوونځیو په جوړېدو او د زده‌کړو په کیفیت کې د ښه‌والي له لارې به شته نیمګړتیاوې له‌منځه ولاړې شي.

د همدې موضوع په تړاو، د ایران د پوهنې وزیر علي‌رضا کاظمي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له چارواکو سره په ناسته کې وویل، چې ایران د کرونا وبا پر مهال د «شاد» په نوم د لرې واټن یا انلاین زده‌کړو له پروګرامه پراخه تجربه لري.

هغه زیاته کړه: «موږ چمتو یو، چې د درې اړخیزې همکارۍ د هوکړې پر بنسټ ټول افغان زده‌کوونکي د خپلې کورنۍ ښوونیزې شبکې له لارې وروزو او د مجازي ښوونځیو د شورا له اساسنامې سره سم هغوی ته باوري ښوونیز اسناد ورکړو».

له دې وړاندې هم په افغانستان کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي او په کابل کې د ایران کلتوري سلاکار سید روح‌الله حسيني د اسلامي امارت د پوهنې وزارت له مشرانو سره په لیدنو کې د ښوونیزو همکاریو پر دوام ټینګار کړی و.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w459e
دکمه بازگشت به بالا