ایران ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر د اوبو لګولو نوې تجربې ارزول کېږي

د سیمهییزو همکاریو د پراختیا او د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې د نویو تجربو د ترلاسه کولو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال، بازمحمد فیضان د یو رسمي پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر کړی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې سفر کې د وزارت د مقام سلاکار شفیعالله مهمند، د خصوصي سکتور د پراختیا رییس، قاري محمد اکبر امیني او مفتي محمد ثابت ثاقب د هېواد د کرنې وزارت د مرستیال ملتیا کوله.
سرچینې لیکلي چې د اسلامي امارت پلاوي په تهران کې په هغه تخصصي نندارتون کې ګډون کړی چې د کرنیزې ماشینرۍ، د اوبو لګولو پر نوو سیستمونو، ځېرک کرنه او د اوبو د سرچینو پر دوامدار مدیریت متمرکز و، او د ایران د کرنې جهاد وزارت د اوبو او خاورې مرستیال په شتون کې یې د نندارتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې: “د دې لیدنې پر مهال د څاڅکي، باراني او ځېرک اوبو لګولو پرمختللي سیستمونه معرفي شول، چې د موبایل اپلېکېشنونو او دقیقو سنسرونو په وسیله د نباتاتو د اوبو او سرې اړتیا ټاکي او د اوبو او انساني ځواک مصرف تر ټولو ټیټې کچې ته راکموي. دغه ټکنالوژۍ د افغانستان له شرایطو سره د تطبیق وړ دي او کولی شي د کرنې د حاصلخېزۍ په لوړولو کې مرسته وکړي.“
همدارنګه، د پلاوي غړو د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې له فعالو شرکتونو او بنسټونو سره په دوهاړخیزو سوداګریزو ناستو (B2B) کې ګډون کړی څو د همکارۍ زمینې، د تجربو لېږد او د کرنې په سکتور کې د پانګونې د جلب پر لارو چارو بحث وشي.

