ایران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د کمولو لپاره چمتو یو

په کابل کې د ایران سفارت د دې هېواد د ملي امنيت د منشي علي لاریجاني له قوله ویلي، چې تهران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو اختلافونو د کمولو په برخه کې د هر ډول هڅې او ابتکار لپاره چمتو دی.

لاریجاني ټینګار کړی چې ایران د سیمه‌ییز ثبات ملاتړ کوي او حاضر دی د دواړو هېوادونو د نظرونو د نږدې کولو په موخه خپله هر اړخیزه همکاري وړاندې کړي.

دا په داسې مهال ده چې ايران تر دې وړاندې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شويو اختلافونو د کمولو په برخه کې د منځګړيتوب وړانديز کړی و.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f841h
دکمه بازگشت به بالا