ایران د افغانستان له لارې چین ته د رېل پټلۍ طرحه ارزول کېږي

د ایران د رېل پټلۍ، یوه لوړپوړي چارواکي جبارعلي ذاکري ویلي، چې تهران د افغانستان له لارې چین ته د نوي ټرانزیټي رېل پټلۍ د جوړولو امکانات ارزوي.
د راپورونو له مخې، په دغه طرحه کې د هرات ولایت څخه تر بلخ او وروسته تر بدخشان د واخان دهلېز پورې د رېل پټلۍ غځول شامل دي، چې له دې لارې به ایران د افغانستان له خاورې چین سره ونښلول شي. دغه طرحه دا مهال د بحث او پلان جوړونې په پړاو کې ده.
ایران دا مهال د خواف–هرات د رېل پټلۍ له لارې له افغانستان سره نښتی دی او دا لاره د نوې طرحې د بنسټ په توګه کارېدلی شي.
شنونکي وایي، افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله کولی شي د سیمې لپاره یو مهم ټرانزیټي دهلېز شي او د دې پروژې په عملي کېدو سره، به د ترانزیت له عوایدو، د کارموندنې له فرصتونو او چین ته د مستقیم لاسرسي له ګټو برخمن شي، خو د لوړو لګښتونو، جغرافیایي ننګونو او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي همغږۍ اړتیا لا هم سترې ننګونې بلل کېږي.
بل خوا، تازه د ایران ولسمشر او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت په هکله متضادې څرګندونې کړې دي. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د افغانستان سره ښې او پراخې اړیکې لري، خو د بهرنیو چارو وزیر یې بیا وايي، ایران له افغان حکومت سره پر ګڼو مهمو موضوعاتو اختلاف لري.

