ایران د افغان همکارانو د افشا شویو معلوماتو د ترلاسه کولو هڅې کوي

ایران له اسلامي امارت د لوېدیځو ځواکونو له پخوانیو افغان همکارانو د معلوماتو غوښتنه کړې
ایراني سپاه پاسداران ځواکونه هڅه کوي، له اسلامي امارت څخه د هغو زرګونو افغانانو د افشا شویو معلوماتو لیست ترلاسه کړي، چې په تېرو کلونو کې یې له بریټانوي ځواکونو سره په افغانستان کې همکاري کړې وه. دا غوښتنه د بریټانیا د معتبرې ورځپاڼې “دیلي تلګراف” له راپور سره سم، د ایران له هغه پراخ پلان برخه ده، چې له مخې یې غواړي د لوېدیځ استخباراتي جوړښتونه، په ځانګړي ډول MI6، له سختو فشارونو سره مخ کړي.
راپورونه څرګندوي چې تهران هیله لري د دغو شاوخوا ۲۵ زره افغان همکارانو د معلوماتو څېړلو له لارې پر لوېدیځ، په ځانګړي ډول بریټانیا، سیاسي فشار زیات کړي، څو دا فشار د اټومي خبرو اترو د بیا پیل پر مهال د چانهوهنې یوه وسیله وګرځي.
افشا شوي معلومات، چې په ۲۰۲۲ کال کې په ناڅاپي ډول علني شول، اوس د “مرګ لیست” په نوم یادېږي. دغه لیست یوازې د افغان همکارانو مشخصات نه لري، بلکې پکې د بریټانوي پوځیانو او دولتي چارواکو شخصي معلومات هم شامل دي، کوم چې د استخباراتي او امنیتي اندېښنو سبب ګرځېدلي.
د معلوماتو دا افشا کېدل، چې د یوه تخنیکي تېروتنې له امله رامنځته شوي، په بریټانیا کې توند سیاسي غبرګونونه راپارولي، او اوس داسې ښکاري چې تهران غواړي له همدې وضعیت څخه په خپل ګټه ستراتیژیک کار واخلي.