ایران د افغان کډوالو له وتلو وروسته د زېږون کچه راټیټه شوې

د ایران د طبي علومو پوهنتون رییس نادر توکلي وایي، د تهران شاوخوا سیمو لکه شهریار او رباطکریم کې د افغان وګړو له وتلو وروسته د زېږونونو کچه په څرګند ډول راټیټه شوې او دا چاره روغتیايي بنسټونو ته یوه جدي ننګونه ګرځېدلې ده.
توکلي څرګنده کړې، تر شاوخوا دوو کلونو وړاندې په ځینو دولتي روغتونونو کې د بهرنیو وګړو، په ځانګړي ډول افغانانو، د زېږونونو ونډه تر ۶۰ سلنې پورې رسېدله، خو د ناقانونه کډوالو له وتلو سره هممهاله دغه شمېر په بېساري ډول کم شوی دی.
د هغه په وینا، دا بدلون نه یوازې د روغتونونو پر عایداتو اغېز کړی، بلکې د روغتیايي خدمتونو پر تنظیم، پرسونل او راتلونکو پلانونو هم سیوری غوړولی دی.
نوموړي ټینګار کړی، د نفوس بدلون او د کډوالو وتل باید د روغتیايي پالیسۍ په جوړولو کې جدي وڅېړل شي، څو د روغتیايي مرکزونو فعالیت له ناڅاپي ستونزو سره مخ نه شي او د خدمتونو دوام خوندي پاتې شي.

