ایران: د امریکا او اسراییلو بریدونو کې افغان کډوالو ته مرګژوبله اوښتې

ایران: د امریکا او اسراییلو بریدونو کې افغان کډوالو ته مرګژوبله اوښتې
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي ویلي چې د امریکا او اسراییلو د ۳۵ ورځنیو پوځي بریدونو پر مهال په ایران کې مېشت یو شمېر افغان کډوال شهیدان او ټپیان شوي دي.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د ژغورنې ټیمونو د بریدونو له امله د نړېدلو ودانیو له خاورو یو اته کلن افغان ماشوم هم ژوندی را ایستلی دی.
بقایي د افغان قربانیانو له کورنیو، د افغانستان له خلکو او چارواکو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر روغتیا دعا کړې ده.
@sarienews1

