ایران: د اټومي تړون بندیزونه بېرته پیل شول او اروپايي هېوادونو خبرداری ورکړ.

ملګرو ملتونو سازمان له نژدې یوې لسیزې وروسته، پر ایران یو ځل بیا اقتصادي او پوځي بندیزونه ولګول. دا بندیزونه سر له ننه (یکشنبه سپتمبر ۲۸مه) عملي کېږي. بل لور برېتانیا، فرانسې او جرمني پر ایران غږ کړی چې تاوتریخوالی زیات نه کړي او د خبرو له لارې د ستونزو د حل کولو هڅه وکړي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې د نړیوالو بندیزونو بیا عملي کولو هڅې ”باطل” اقدام بللی دی.

نوموړي ليکلي دي: ”هغه بندیزونه چې پای ته رسېدلي وي، بېرته نه شی فعالېدلی او په دې برخه کې هر ډول هڅه باطله او بې‌اعتباره ده.”

د ۲۰۱۵ کال په جولای کې د ایران او لویدیځو هېوادونو تر منځ د تهران د اتومي پروګرام په اړه یو تړون لاسلیک شو، چې له امله یې پر ایران لګېدلي بندیزونه لېرې کړل شول. په هغه تړون کې چین، فرانس، جرمني، روسیه، برېتانیا او امریکا شامل وو.

خو په ۲۰۱۶ کال کې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغه تړونه د وتلو اعلان وکړ، چې له هغه وروسته ایران یو ځل بیا هغه اتومي فعالیتونه پيل کړل چې په تړون کې ممنوع بلل شوي وو. ټرمپ ویلي وو چې دا تړون، چې د پخواني ولسمشر باراک اوباما له خوا شوی و، بې ګټې دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a865s
دکمه بازگشت به بالا