ایران د حکومت ضد لاریونونه درېیمې ورځې ته وغځېدل، ولسمشر د خبرو غوښتنه کړې

په ایران کې د حکومت ضد لاریونونه درېیمې ورځې او تر اصفهان پورې رسېدلي دي. بلخوا د دغه هېواد ولسمشر، مسعود پزشکیان ویلي چې له لاریونوالو سره دې د کړکېچ کمولو لپاره خبرې وشي.
دا لاریونونه د ایران مرکزي بانک د رییس پر استعفا سربېره پراخ شوي چې په ډېرو سیمو کې له پولیسو په تاوتریخوالي هم اوښتي دي.
د راپورونو له مخې چې د دغو لاریونونو لامل هلته د ډالرو پر وړاندې د دغه هېواد د اسعارو کچې بې سارې راټيټېدل او د اقتصادي وضعیت کمزوري کېدل ښودل شوي دي.
رسنیو لیکلي چې په ډېرو سیمو کې د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ نښتې هم رامنځته شوې او پولیسو پر لاریونکوونکو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دی.
د یادولو ده چې د دې لاریونونو په جریان کې د ایران مرکزي بانک رییس هم استعفا ورکړې ده.
بلخوا د ایران اړوند پر بشري حقونو د څار بنسټونو د لاریونوالو پر ځپلکېدو اندېښنه ښودلې او له ایراني حکومته یې غوښتي چې د لاریونوالو له ځپلو لاس واخلي.
په ورته وخت کې د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان ویلي چې د لاریونوالو د ځپلو پرځای د دوی غوښتنې د خبرو له لارې واورېدل شي او کړکېچ پایته ورسول شي.

