ایران د دوو امریکایي جنګي الوتکو د ویشتلو ادعا وکړه

ایراني چارواکو ویلي، د جمعې پر ورځ یې د فارس خلیج په سیمه کې دوه امریکایي جنګي الوتکې ویشتلي دي.
د معلوماتو له مخې، لومړۍ الوتکه د «F-15E» ډول وه چې دوه کسیزه عمله یې درلوده؛ یو پیلوټ ژغورل شوی او د بل برخلیک نامعلوم ښودل شوی دی. دوهمه الوتکه د «A-10» ډول وه چې پکې یو پیلوټ ژوندی پاتې شوی دی.
راپورونه زیاتوي، د لټون او ژغورنې لپاره استول شوې دوه چورلکې هم تر برید لاندې راغلې، خو بېرته خپلو اډو ته ستنې شوې دي.
ایران ټینګار کړی چې د پرمختللي هوايي دفاع سیستم په کارولو یې دا الوتکې ویشتلي او ځواکونو یې د مقابلې توان لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د پېښې په اړه معلومات ورکړل شوي، او دا پېښه د روانې جګړې له پیل راهیسې د امریکا لپاره ستره ضربه بلل کېږي.

